د سلامتي كونسل دائمي غړي هېوادونه سوله ييز او مستحكم افغانستان كښې خوښي لري۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر

ملګري ملتونه ۔23ستمبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترېش وئيلي دي چې د سلامتي كونسل دائمي غړي هېوادونه سوله ييز او مستحكم افغانستان كښې خوښي لري او په دې دريځ اتفاق لري۔ د فرانسيسي رسنيو لمخې هغه تېره ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې په مهال خارجه وزيرانو سره د ملاقات نه وروستو خبريالانو ته ووئيل د سلامتی کونسل 5 دائمي غړي هېوادونه افغانستان كښې …

ملګري ملتونه ۔23ستمبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترېش وئيلي دي چې د سلامتي كونسل دائمي غړي هېوادونه سوله ييز او مستحكم افغانستان كښې خوښي لري او په دې دريځ اتفاق لري۔ د فرانسيسي رسنيو لمخې هغه تېره ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې په مهال خارجه وزيرانو سره د ملاقات نه وروستو خبريالانو ته ووئيل د سلامتی کونسل 5 دائمي غړي هېوادونه افغانستان كښې امن او استحكام غواړي دغسې چې دغلته بشري مرسته د كوم فرق نه لرې ورسولې شي۔ هغوي يو داسې افغانستان ليدل غواړي چرته چې د مېرمنو او انجونو احترام وكړے شي٬ يو داسې افغانستان چرته چې ترهګري پناه اخستې نه شي٬ يو داسې افغانستان چرته چې ټولشموله حكومت جوړ شي كوم چې د ټولو مذهبونو او مسلكونو د كوم فرق نه لرې نمائندګي كوي۔ د امريكا ٬ برطانيه ٬ فرانس او روس خارجه وزيرانو تېره ورځ عمومي سېكتر سره ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د چين خارجه وزير وانګ يي ورچوئل ګډون كولو۔ دے ملاقات تر يو ساعت دوام لرلو او په دې كښې كوم هم لارښود د ملاقات نه وروستو ميډيا سره خبره ونكړه۔ د ملاقات نه وړاندې ملګرو ملتونو كښې د چين سفير زهان جن ووئيل چې 5 غړي هېوادونه افغانستان كښې د بشپړه حكومت په جوړېدو متفق شوي دي۔ برطانوی خارجه وزير لرز ټروز هيله څرګنده كړه چې طالبانو سره رابطې ساتلو له به متفقه دريځ خپلولے شي

مزید خبریں