د نېشنل ټي – 20 كپ سيالۍ پنډي سټېډيم كښې روانې دي٬ د جمعې په ورځ به دوه مېچونو پرېكړه كولې شي

پېنډۍ ۔23 ستمبر(اے پی پی) د پاكستان كركټ بورډ ترسېوري لاندې د نېشنل ټي – 20 كپ سختو مقابلو لړۍ پنډۍ كركټ ستېډيم كښې پېل شوې ده۔ ټي – 20 ایونټ كښې د جمعې په ورځ دوه نور مېچونه كېږي۔ په اولني مېچ كښې به د سندھ مقابله سدرن پنجاب سره وي۔ د سندھ لوبډلې مشري نوموړے وكټ كيپر بېټسمېن سرفراز احمد او د سندرن پنجاب لوبډلې مشري صهېب مقصود كوي۔ هم په دې ورځ دوهم مېچ به د بلوچستان او سېنټرل پنجاب لوبډلو ترمينځه كولې شي۔ د بلوچستان مشري به نوموړے اوپننګ بېټسمېن امام الحق او د سېنټرل پنجاب لوبدلې مشري به نوموړے بېټسمېن بابر اعظم كوي۔ د اكتوبر تر 13 مې نېټې روان پاتې كېدونكي ايونټ اولني پړاؤ مېچونه به پېنډۍ او د دوهم پړاؤ مېچونه به لاهور كښې كولې شي۔ پېنډۍ كښې پېل كېدونكې پړاؤ به تر 3 اكتوبر دوام لري۔ پېنډۍ كښې به 18 مېچونه كولې شي۔ د دوهم پړاؤ مېچونه به 6 اكتوبر څخه د لاهور قذافي سټېډيم كښې پیل كېږي۔ په دغه پړاؤ كښې به د فائنل په شمول ټول 15 مېچونه كولې شي۔ د ټورنامنټ دواړه سيمي فائنل مېچونه به په 12اكتوبر او فائنل مېچ به په 13 اكتوبر كولې شي۔