ملګري ملتونه 22 ستمبر (اے پي پي) ملګرو ملتونو د افغانستان د روغتيا نظام د تباه كېدو نه ساتلو لپاره 4 كروړه 50 لكه ډالره بيړنې فنډ جاري كړے. د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د ملګرو ملتونو د بشري چارو او د اېمرجنسي ريليف كوآرډينېټر مارټن ګرېفتھس د شورو په ورځ په يو بيان كښې خبردارے وركړے چې په افغانستان كښې د داروګانو، طبي سامان او تېلو ذخيره په ختمېدو ده او د روغتيا كاركنانو ته تنخاګانې نه وركړے كېږي، طبي سامان اېښودلو لپاره د يخو ځايونو كمے دے. ده ووئيل هغه په افغانستان كښې د روغتيا نظام د تباه كېدو نه ساتلو او د خلقو ژوند بچ كولو لپاره د ملګرو ملتونو د اېمرجنسي رسپانس فنډ څخه بېړنې فنډ جاري كوي. ده ووئيل ملګري ملتونه به د افغانستان اولس د ضرورت په وخت يوازې نه پرېږدي، ملګري ملتونه د دوي د ملګرتيا عزم لري. ده ووئيل ملګرو ملتونو د افغانستان د روغتيا نظام د تباه كېدو نه ساتلو لپاره 4 كروړه 50 لكه ډالر بيړنې فنډ جاري كړے.