د افغان حکومت خپل ویاند سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کښې د دایمي استازي په توګه د ټاكلو پرېكړه

ملګري ملتونه ۔22 ستمبر(اے پی پی) د افغانستان عبوري حکومت د خپل ویاند سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کښې د دایمي استازي په توګه د ټاكلو پرېكړه كړې او خواست ئې كړے چې هغه ته دې عمومي اسمبلۍ ته د خطاب كولو اجازه وركړې شي۔ د فرانسيسي رسنيو لمخې افغان چارواكو د عمومي اسمبلۍ غونډې په موقعه نړيوالو لارښودو ته خطاب كولو له په دوحه كښې مېشته د خپل وياند …

ملګري ملتونه ۔22 ستمبر(اے پی پی) د افغانستان عبوري حکومت د خپل ویاند سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کښې د دایمي استازي په توګه د ټاكلو پرېكړه كړې او خواست ئې كړے چې هغه ته دې عمومي اسمبلۍ ته د خطاب كولو اجازه وركړې شي۔ د فرانسيسي رسنيو لمخې افغان چارواكو د عمومي اسمبلۍ غونډې په موقعه نړيوالو لارښودو ته خطاب كولو له په دوحه كښې مېشته د خپل وياند سهېل شاهين ټاكلو پرېكړه كړې ده۔ د ملګرو ملتونو يو وياند وئيلي چې د افغان حكومت نوي خارجه وزير نيويارك كښې روانه اونۍ كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډه كښې نړيوالو لارښودو ته د خطاب كولو وئيلي وو۔ دې سره سره معزول شوي افغان سفير هم د خبرې كولو خواست كړے دے۔ بياهم دا پرېكړه نه ده شوې چې په نړيواله اداره كښې به د افغانسان نمائندګي څوك كوي۔ د ملګرو ملتونو وياند سټېفن ډوجارك فرانسيسي رسنيو ته وئيلي چې 9 كسيزه كمېټي به اوس په دواړو خواستونو غور كوي٬ خو دا خبره واضحه نه ده چې د ګل په ورځ به د كانووكېشن ختمېدو نه وړاندې د كمېټۍ غونډه كېږي يا نه۔ هغه ووئيل د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوتریس ته د طالبانو امير امير خان متقي لخوا يو خط ترلاسه شوې په كوم كښې چې د لوړې كچې مباحثه كښې د ګډون خواست شوے دے۔ خط كښې دا هم وئيلي شوي دي چې غلام اسحاق زئي په ملګرو ملتونو كښې د افغانستان نمائندګي نه كوي او حكومت دوحه كښې د مېشته خپل وياند سهېل شاهين ملګرو ملتونو كښې د هېواد دائمي استازې ټاكلے دے۔

مزید خبریں