انقره 21 ستمبر (اے پي پي) په تركيه كښې امنيتي ځواكونو 19 غېر قانوني افغان كډوال ونيول. د چين خبر رسنې ادارې له مخې د استنبول ميونسپل پوليسو د ښار په اروپائي غاړه په نازي سلطان ولسوالې كښې يو ګاډې د شك په بنياد ودرولو او په لټون په ګاډي كښې 19 غېر قانوني افغان كډوال راووتل، د كومو اطلاع چې پوليسو ځواكونو ته وركړې شوه او هغه ونيول شول. د پوليسو له مخې افغان كډوالو په غېر قانوني توګه اروپا ته تلل غوښتل.