اسلام آباد ۔ 30 اپریل (اے پی پی) حکومت د مئي په مياشت كښې د پېټروليم مصنوعاتو نرخونو په ځائې ساتلو پرېكړه كړې۔ د اتوار په ورځ د خزانې وزير سېناتور اسحاق ډار ميډيا سره خبرو كښې د پېټروليم مصنوعاتو په نرخونو كښې د كوم بدلون نه كولو اعلان وكړو۔ ده ووئيل د مئي په مياشت كښې به د پېټروليم مصنوعات نرخونه د اپرېل په كچھ ساتلې شي۔ په مئي …
د پېټروليم مصنوعاتو نرخونو په ځائې ساتلو پرېكړه
اسلام آباد ۔ 30 اپریل (اے پی پی) حکومت د مئي په مياشت كښې د پېټروليم مصنوعاتو نرخونو په ځائې ساتلو پرېكړه كړې۔ د اتوار په ورځ د خزانې وزير سېناتور اسحاق ډار ميډيا سره خبرو كښې د پېټروليم مصنوعاتو په نرخونو كښې د كوم بدلون نه كولو اعلان وكړو۔ ده ووئيل د مئي په مياشت كښې به د پېټروليم مصنوعات نرخونه د اپرېل په كچھ ساتلې شي۔ په مئي كښې به د پېټرول قيمت 74 روپۍ ٬ ډیزل 83، د خاور تېل 44 او لائټ ډیزل آئل 44 روپۍ لېټر ساتلې شي۔









