سرینګر۔21ستمبر(اے پی پی) په غېر قانوني توګه د هند نيولي شوي جموں وكشمير كښې هندي پوځ بډګام ضلع كښې د چاؤدېدونكو موادو درك لګولو سره دا شنډ كړل۔ د كشمير ميډيا سروس لمخې د ضلعې په همهامه سيمه كښې په ائير پورټ روډ چاؤدېدونكي مواد نصب كړې شوي وو۔ يو سینئر پولیس عهدېدار ميډيا ته ووئيل چې بم ډسپوزل سكواډ سيمه محاصره كولو سره كاميابۍ سره چاؤدېدونكي مواد شنډ كړل۔