ریاض۔20 ستمبر(اے پی پی) سعودي عربستان كښې د 12 كالو نه زيات عمر لرونكو 90 فيصده زده كوؤنكو ته كورونا و ېكسي نېشن لګولې شي دي۔ د سعودي رسنيو له مخې د سعودي عربستان د زده كړو وزارت وېنا ده چې د نوے تعليمي كال څلورمې اونۍ په پېل كېدو په استاذانو او نوره عمله كښې د وېكسين نېشن شرح 96.92 فیصده او د 12 كالو نه د زيات عمر …
سعودي عربستان كښې د 12 كالو نه زيات عمر لرونكو 90 فيصده زده كوؤنكو ته كورونا و ېكسي نېشن ولګولې شؤ

مزید خبریں
ریاض۔20 ستمبر(اے پی پی) سعودي عربستان كښې د 12 كالو نه زيات عمر لرونكو 90 فيصده زده كوؤنكو ته كورونا و ېكسي نېشن لګولې شي دي۔ د سعودي رسنيو له مخې د سعودي عربستان د زده كړو وزارت وېنا ده چې د نوے تعليمي كال څلورمې اونۍ په پېل كېدو په استاذانو او نوره عمله كښې د وېكسين نېشن شرح 96.92 فیصده او د 12 كالو نه د زيات عمر زده كوؤنكو كښې 90.50 فیصده ته رسېدو سره سكولونو كښې د زده كړو چاپېريال محفوظ شوے دے۔ د الاقتصادیه لمخې د زده كړو وزارت د نوې تعليمي كال په پېل 5 مهم اهداف ترلاسه كړې دي كومو كښې چې د کورونا ویکسین لګوؤنكو اهلكارو شرح زياتول ٬ سكولونو كښې د تعليمي عمل اهتمام ٬ د كورونا اېس او پيز پابندي ٬ سكولونو كښې د تعلمي چاپېريال د غوښتنو بشپړ كېدل ٬ د امتحانونو د لارې په زده كوؤنكو كښې د علم ترلاسه كولو معيار جاج اخستل او د زده كوؤنكو كورنۍ په تعليمي سفر كښې ځان سره اخستل شامل دي۔











