امریکا، نیو جرسی كښې پوليس اهلكار د دويم منزل نه غورځولے شوے كوچنے بچ كړو

واشنګټن۔20ستمبر(اے پی پی)امريكائي رياست نيوجرسي كښې يو پوليس اهلكار د دويم منزل نه غورځولے شوے كوچنے نيولو سره بچ كړو۔ د امريكائي ابلاغ ذريعو د پوليس چارواكو حوالې سره وئيلي چې د نيو جرسي سټي پوليس ته يو كال راغلو په كوم كښې چې يو سړي د كوچني د ودانۍ دويم منزل نه د غورځولو دړكه وركوله۔ دې نه سمدستي وروسته پوليس دغې ودانۍ ته ورسېد ٬ پوليس چې څه …

واشنګټن۔20ستمبر(اے پی پی)امريكائي رياست نيوجرسي كښې يو پوليس اهلكار د دويم منزل نه غورځولے شوے كوچنے نيولو سره بچ كړو۔ د امريكائي ابلاغ ذريعو د پوليس چارواكو حوالې سره وئيلي چې د نيو جرسي سټي پوليس ته يو كال راغلو په كوم كښې چې يو سړي د كوچني د ودانۍ دويم منزل نه د غورځولو دړكه وركوله۔ دې نه سمدستي وروسته پوليس دغې ودانۍ ته ورسېد ٬ پوليس چې څه وخت دغه سړي سره د كوچني نه غورځولو خبرې كولې هغه كوچنے ښكته وغورځولو كوم چې پوليس زمكې ته د رسېدو نه وړاندې په خپل لاس كښې ونيولو۔ د جرسي سټي ميئر سټيون فلوپ وېنا ده چې د نوي زېږېدلې شوي كوچني شناخت نه دے شوے او هغه ته كوم جسماني زيان هم نه دے رسېدلے۔ د رپورټ له مخې په يو انسټاګرام پوسټ كښې ميئر فلوپ د پوليس اهلكار اېډورډو ماټیو مننه وكړه٬ بلخوا كوچنے لاس كښې نيولے د هغه عكس هم خپور كړے شو۔

مزید خبریں