د هند په چهتيس ګړھ ايالت كښې ټرافيكي پېښه ٬ 7 مړه ٬ 8 ژوبل

نوے ډيلے 20 ستمبر (اے پي پي) د هند په چهتيس ګړھ ايالت كښې په ټرافيكي پېښه كښې 7 كسان مړه او 8 ژوبل شوي دي. د چين خبر رسنې ادارې له مخې پوليس چارواكو وئيلي دي چې دا پېښه تېره ورځ د كونډا ضلعې په بورګوان كلي كښې هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې دوه ګاډي په خپل مېنځ كښې ټكر شول. په پېښه كښې 7 كسان مړه او 8 ژوبل شوي دي. په ژوبل شويو كسانو كښې هم د ځينې حالت اندېښمن ښودل شوے. ژوبل شوي كسان درملنې لپاره روغتون ته رسول شوي دي.