جلال آباد۔18ستمبر(اے پی پی) په افغانستان کښې درې جلا چاودنو كښې لږ تر لږه درې کسان مړه او 20 نور ټپیان شوي دي۔ د رسنیو د راپورونو له مخې د خالي په ورځ په افغانستان کښې په دریو جلا چاودنو کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او 20 نور ټپیان شوي ديِ۔ د تفصيلات لمخې د افغانستان په ننګرهار ولايت كښې د طالبانو ځواك يو ګاډې د سړك غاړې ته په ځائې كړے شوي ماين سره ټكر شو چې په نتيجه كښې ئې د چاؤدنې پېښه رامخې ته كېدو سره د مېرمنو او كوچنيانو په شمول 18 كسان ژوبل شول كوم چې ننګرهار روغتون ته منتقل كړې شوي دي۔ د ننګرهار ولايت روغتون چارواكو وېنا ده چې روغتون ته راوړلې شويو ژوبل كسانو كښې درې مړه شوي او د نورو درملنې روانې دي۔ هم په دې ورځ د افغانستان په پلازمينه كابل كښې هم د چاؤدېدونكو توكو چاؤدلو سره د دوه كسانو د ژوبل كېدو اطلاع ترلاسه شوې۔ بلخوا افغان چارواكو وئيلي چې تر دې دمه كومې ډلې د دې بريدونو ذمه واري قبوله كړې نه ده۔ بياهم د چاؤدنو سبب معلومولو له او د زيان اندازه لګولو له پلټنې پېل كړې شوي دي۔ هغوي زياته كړه چې په چاؤدنو كښې ككړ عناصر به انصاف سره مخ كولې او هغوي ته به سخته سزا وركولې شي