الجزائر 18 ستمبر (اے پي پي) د الجزائر پخوانې صدر عبدالعزيز بوتفليقه د 84 كلونو په عمر كښې په حق ورسېدو. د چينائي مېډيا له مخې د الجزائر سركاري خبر رسنې ادارې وئيلي دي چې بوتفليقه په كال 1963م كښې د الجزائر خارجه وزير جوړ شوے و. ده په كال 1999م كښې په صدارتي ټاكنو كښې برخه اخستې وه او ښه بريا ئې ترلاسه كړې وه. ده تر اپرېل كال 2019م پورې پرله پسې څلور ځله د صدر په حېث خپل خدمات ترسره كړي دي.