ايتهنز 14 ستمبر (اے پي پي) په يونان كې د وړې الوتكې لوېدو په پېښه كښې دوه كسان مړه شوي دي. د چين خبر رسنې ادارې له مخې د يونان چارواكو وئيلي دي چې د يوه كوچنې الوتكه د يونان سموس جزيرې سره نزدې په سمندر كښې لوېدلې او په نتيجه كښې ئې په الوتكه كښې سواره دوه كسان مړه شوي دي. د مړو كسانو جسدونه د سمندر څخه راويستل شوي دي. چارواكو د پېښې پلټنې پېل كړې دي.