ابوظهبي 08ستمبر (اے پي پي)د افغانستان پخواني صدر اشرف غني په وړومبي ځل په ټوېټر جاري شوي خپل بيان كښې د افغانانو څخه د بخښنې غوښتلو سره وئېلي دي ما په هېڅ ډول افغانان يوازې پرېښودل نه غوښتل خو د امنيتي اندېښنو په وجه ما دا پريكړه وكړه۔د شورو په ورځ په خپل ټوېټر جاري شوي يو بيان كښې اشرف غني ووئيل ما په 15 اګست د صدارتي محل په امنيتي درخواست هېواد پرېښودلو ځكه چې په لارو كوڅو كښې كورنۍ جګړه پېل كېده۔ده ووئيل د كابل پرېښودلو پريكړه د ژوند تر ټولو سخته پريكړه وه خو په دې ډول د ټوپكو خلې بندېدې ۔ده ووئيل زه افغانانو څخه بخښنه غواړم چې ما خپل حكومت په مختلف ډول ختم نه كړو