طالبانو خپل نوے عبوري حكومت اعلان كړو ٬محمد احسن اخوند وزيراعظم٬ملا عبدالغني بردار او مولوي عبدالسلام حنفي به نائب وزيراعظمان وي

كابل 07 ستمبر (اے پي پي)طالبانو خپل نوے لنډ مهاله حكومت اعلان كړے چې پكښې محمد احسن اخوند وزيراعظم او ملا عبدالغني بردار او مولوي عبدالسلام خنفي به نائب وزيراعظمان وي۔د نهې په ورځ پرېس كنفرنس ته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د افغانستان نوې كابينې اعلان كولو په مهال ووئيل مولا احمد احسن اخوند به د افغانستان د نوې حكومت مشر وي او ملا عبدالغني بردار به نائب …

كابل 07 ستمبر (اے پي پي)طالبانو خپل نوے لنډ مهاله حكومت اعلان كړے چې پكښې محمد احسن اخوند وزيراعظم او ملا عبدالغني بردار او مولوي عبدالسلام خنفي به نائب وزيراعظمان وي۔د نهې په ورځ پرېس كنفرنس ته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د افغانستان نوې كابينې اعلان كولو په مهال ووئيل مولا احمد احسن اخوند به د افغانستان د نوې حكومت مشر وي او ملا عبدالغني بردار به نائب وي۔ده ووئيل سراج حقاني به د كورنيو چارو وزير وي دغسې ملا هدايت الله به د ماليات٬ملا خېرالله د اطلاعات او كلتور او حاجي عيسی به د پیټروليم وزير وي۔په نورو وزيرانو كښې مولوي محمد يعقوب مجاهد د دفاع وزير او ملا امير خان متقي به خارجه وزير وي۔ذبيح الله مجاهد پرېس كنفرنس ته ووئيل قاري دين محمد حنيف به د اقتصادي چارو٬شېخ مولوي نور الله به د معارف او شېخ مولوي نور محمد ثاقب د حج او اوقاف٬نجيب الله حقاني د مواصلات٬حاجي خليل الرحمان حقاني د كډوالو٬ملا عبدالطيف منصور به د اوبو او برېښنا٬ملا عبدالباقي حقاني د تعليم٬ملا حميد الله اخونزاده د ټرانسپورټېشن او هوا بازۍ٬شېخ محمد خالد د امر بالمعروف٬ملا عبدالمنان عمري د اولسي خېر ښېګړې٬ملا نور الله نوري د سرحدي او قبائېلي چارو وزير وي۔ده ووئيل قاري فصيح الدين به د افغانستان د پوځ سرلښكر وي دغسې محمد عبدالحكيم به د افغان عدليه مشر او ملا عبدالحق وثيق به د اېن ډي اېس مشر وي۔د طالبانو وياند ووئيل دا لنډ مهاله انتظاميه ده چې پكښې به وروستو بدلون كېدے شي۔ده ووئيل په پنج شېر كښې دواړو خوا وينه بهيدلې ٬په پنج شېر كښې د قابضو قوتونو په ضد د عسكري طاقت كارولو مقصد د هغه ځاے اولس په مركزي چوكاټ كښې راوستل دي٬په پنج شېر كښې امن راغلے۔ده ووئيل په حكومت جوړولو كښې د رنګ او نسل امتياز نه دے شوے٬نوې حكومت د كوم لساني ډلې نه بلكې د ګرد افغانستان نمائنده دے۔وياند ووئيل د افغانستان خاوره به د پاكستان پشمول د كوم بل هېواد په ضد نه كارولې كېږي۔په افغانستان كښې د امن راوستلو په هلو ځلو كښې د پاكستان كردار مهم دے۔ده ووئيل د نړۍ د ټولو هېوادونو سره ښې اړيكې غواړو۔وياند ووئيل د بهر نړۍ خلكو له به دلته نظام كښې د لاس وهنې اجازه ورنه كړو او چاله به په خپلو كورنيو چارو كښې د مداخلې اجازه نه وركوو۔ده د افغانستان په چارو كښې د پاكستان د مبينه مداخلې تورونه او د د طالبانو د مبينه پاكستانۍ مرستې مسترد كولو سره ووئيل دا يو ډنډوره ده او مونږ دغه مسترد كوو۔مونږ 20 كاله د دې هېواد خپلواكۍ لپاره جنګ كړے او د افغانستان او د اولس لپاره مو قربانۍ وركړي۔

مزید خبریں