بيجنګ 07 ستمبر (اے پي پي) چين وئيلي دي چې امريكا دې د افغانستان پحقله پخپلو كړو غلطو غور وكړي دې ځائې نه په بيړه د وتلو نه پس ذمه وارۍ د افغانستان په ګاونډي هېوادونو او نړيوالې ورورولۍ اچولو په ځائې دې هېواد كښې امن او بيا رغونې لپاره خپلې ذمه وارۍ سنبال كړي۔ د چين راډيو له مخې د سپېنې ماڼۍ وياند په دې وروستيو كښې خپل بيان …
امريکا دې د نورو مسؤل ګرځولو په ځائې د افغانستان پحقله پخپلو غلطو غور وكړي۔ د چين خارجه وزارت وياند

مزید خبریں
بيجنګ 07 ستمبر (اے پي پي) چين وئيلي دي چې امريكا دې د افغانستان پحقله پخپلو كړو غلطو غور وكړي دې ځائې نه په بيړه د وتلو نه پس ذمه وارۍ د افغانستان په ګاونډي هېوادونو او نړيوالې ورورولۍ اچولو په ځائې دې هېواد كښې امن او بيا رغونې لپاره خپلې ذمه وارۍ سنبال كړي۔ د چين راډيو له مخې د سپېنې ماڼۍ وياند په دې وروستيو كښې خپل بيان كښې وئيلي ٶ چې د چين او روسيه نه زيات هېڅوك نه غواړي چې امريكا په افغانستان كښې پاتې وي ځكه چې دې سره به د امريكې وسائل كم شي۔ د چين خارجه وزارت وياند وانګ وېن بين خبري كنفرنس كښې په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل د امريكې دا اړوند بيان د خپل ذاتي نكته نظر د لارې نورو ته د كتنې عكاس دے او دا د خپلو ناكامو د پټولو بهانه ده او دې څخه د امريكې د برلاسي د خواهش څرګندونه هم كېږي۔ وياند ووئيل امريکا دې له افغانستان څخه په بيړه د وتو نه پس ذمه واري د افغانستان په ګاونډي هېوادونو او نړيوالې ورورولۍ د اچولو په ځائې په هېواد كښې امن او بيا رغونې لپاره خپل كردار ترسره كړي۔











