کابل 06 ستمبر (اے پي پي) د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وئيلي دي چې په كابل كښې امن دے او حالات په قابو كښې دي٬ د حکومت اعلان به ډېر زر وكړې شي٬ په سي پېك منصوبه كښې د شاملېدو خواهش لرو، د كاسا ګاز پائپ لائن منصوبه به هم ترسره كوؤ۔ ذبيح الله مجاهد د ګل په ورځ کابل كښې د خبري كنفرنس په مهال ووئيل افغانان نور جنګ نه غواړي، افغان وګړو لپاره د عام معافۍ اعلان نه پس به د چا نه انتقام نه اخستې كېږي۔ ده ووئيل بهرني طاقتونه زمونږ هېواد نشي آبادولې، امريکې د انخلا څخه وړاندې د كابل هوائي مېدان ته ډېر زيان رسولے ٶ۔ ده ووئيل نړيواله ورورولي د افغانستان په بيا رغونه كښې برخه اخلي٬ په امارات اسلامي افغانستان كښې اوس د جنګ زمانه ختمه شوې ده، په افغانستان كښې په هوائي ډزو بشپړه بنديز لګولې شوې دې او په دې لړ كښې اتيا كسان نيولې شوې دي،د کابل هوائي مېدان څخه د هېواد دننه د پروازونو لړۍ پېل شوې ده او بهر لپاره پروازنه به ډېر زر پېل شي، د متحده عرب امارات او د نورو هېوادونو لخوا د مرستې د سامان او داروګانو رالېږلو لړۍ روانه ده۔ په افغانستان كښې تجارتي هڅې پېل شوې دي او د طالبانو امنيتي ځواكونو يونيفارم معرفي كړې شوې دے۔ ده ووئيل پاکستان چې په كومو چارو اندېښنې لري ھغه به ترسره كولې شي٬ د ګاٶندي هېواد په حېث د پاکستان اندېښنه په ځائ ده٬ د افغانستان خاوره به د كوم بل هېواد په ضد كارولې نه شي۔ افغانستان نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه په اقتصادي هلو ځلو كښې برخه اخستل غواړي۔ ده ووئيل افغانستان په سي پېك منصوبه كښې شاملېدل غواړي٬ د کاسا ګاز پائپ لائن منصوبه به سر ته رسولې شي۔ ده ووئيل په قامي چارو د مشاورت په عمل كښې به ټولې ډلې شاملولې شي او اولس ته اپيل كوٶ چې د حكومت په جوړولو كښې زمونږ ملګرتيا وكړي۔ ده ووئيل د افغانستان اصل مالكان اولس دي٬ په پنجشېر كښې د خبرو اترو او جرګې د لارې د معاملو حل كولو هڅې وشوې دغسې چې اولس ته زيان ونه شي٬ د پنجشېر اولس د افغانستان وګړي دي د دوي په ضد به هېڅ انتقامي كاروائي نه كېږي٬ پنجشېر كښې عام وګړو ته په وسله ساتلو بنديز لګولے شوے دے٬ مونږ د سيمې بشپړه كنټرول ترلاسه كړې دې٬ په پنجشېر ولايت كښې د جنګ په سبب په جزوي توګه غذائي كمبوت سره مخ يو٬ د قطر او ترکيه معاونت سره د كابل ايئر پورټ بحال كړے شوے دے۔ ده ووئيل د انتظامي چارو په اړه پرېكړې به د امارات اسلامي افغانستان حكومت كوي٬ طالبانو د كنټرول ترلاسه كولو نه پس د عام معافۍ اعلان كړې دې او د دې نه پس به د انتقامي كارورائۍ له مخې څوك نه ګرفتارېږي۔ وياند ووئيل په افغانستان كښې د حکومت جوړولو مشاورت جاري دې په دې لړ كښې به ډېر زر اعلان وشي۔ ذبيح الله مجاهد د افغان وسله والو ځواكونو پخوانو غړو ته وئيلي دي چې ھغوي دې د نوي حكومت برخه جوړ شي۔ ده ووئيل د تېرو 20 كالو په مهال تربيه ترلاسه كوٶنكو د وسله والو ځواكونو پخوانو غړو ته به وئېلې شي چې ھغوې دې د طالبانو په امنيتي څانګه كښې بيا شامل شي۔ ده ووئيل د طالبانو د حكومت په ضد د كوم هم مزاحمت به په سختۍ سره ځواب كولے شي او د كوم نوي مزاحمت پېل كولو به چا ته اجازه وركولے نه كېږي۔ ده ووئيل ځينې تكنيكي مسئلې هوارېدو سره به ډېر زر د نوي حكومت اعلان وكړے شي