ملګري ملتونه 06 ستمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو وياند سټيفن دوجارك وئيلي دي چې طالبانو د ملګرو ملتونو د بشري چارو انډر سېکتر جنرال مارټن ګريفتھس سره په شوي ملاقات كښې په افغانستان كښې د مرستيالې ډلې د كاركنانو د تحفظ او مرستې لوظ كړے دے۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې وياند خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې جنرال مارټن ګريفتھس تېره ورځ د افغانستان په دوره كابل ته ورسېد او دغلته ئې ملا برادر او د طالبان مشرتابه سره ملاقات كښې په بشري مسئلو خبر اترې وكړې۔ هغه ووئيل طالبانو لوظ كړے چې افغانستان كښې د بشري مرستې كارمندانو د سلامتيا او تحفظ ٬ بشري مرستې ته د انتظار كوؤنكو رسنې او د مرستې وركرز آزادۍ سره تګ راتګ به ضمانت وي۔ بلخوا د طالبانو وياند سهېل شاهين خپل يو ټويټ كښې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ كښې د طالبانو پلاوي افغان وګړو سره د پرله پسې مرستې كولو په لوظ او د ضروري آسانيو رسنې په باور وركولو د ملګرو ملتونو د عهدېدارو مننه كړې ده۔ د يادونې وړ ده چې په افغانستان كښې د ملګرو ملتونو د سياسي مشن موده د شېډول له مخې په 17م ستمبر ختمېدونكې ده۔