طالبان مخالف نېشنل ريزسټنس فرنټ ته په جنګ كښې د زيات زيان رسېدو اعتراف كولو سره د جنګ بندۍ اپيل كوٶ۔ احمد مسعود

کابل 06 ستمبر (اے پي پي) نېشنل ريزسټنس فرنټ مشر احمد مسعود اعتراف كړے دے طالبانو سره په جنګ كښې زمونږ مقاٶمتي فورسز ته لوے زيان رسېدلے او مونږ طالبانو ته د جنګ بندۍ اپيل كوٶ۔ د فرانس خبري اژانس رپورټ له مخې د احمد مسعود په مشرۍ كښې طالبان مخالف نېشنل ريزسټنس فرنټ ٬ په جنګ كښې د زيات زيان رسېدو اعتراف كولو سره ٬ د جنګ بندۍ اپيل كړے دے٬ د ملي مقاٶمتي فورسز لخوا په جاري بيان كښې طالبانو څخه اپيل شوے دے چې ھغوي دې خپلې جنګي كاروائۍ بندې كړې او خپل ځواكونو دې بهرته راوبلي او د دې په ځواب كښې به مونږ د خپل فورسز لخوا په طالبانو د بريدونو نه كولو امر وكړو۔ د ملي مقاٶمتي فورسز لخوا د دې نه وړاندې ټويټ كښې تصديق شوې ٶ چې زمونږ وياند فهيم دشتي او جنرل عبدالودود زارا وژلې شوې دي٬ د افغانستان پخوانې نائب صدر امرالله صالح هم په پنجشېر كښې دے۔ د افغان ميډيا لخوا په ټويټ د جاري شوې وېډيو له مخې د پنجشېر ولايت د والي په كور طالبان بېرغ هسك كوٶنكي په نظر راځي او د طالبانو لخوا په سوشل ميډيا د احمد مسعود د كور وېډيو هم جاري كړې شوې ده۔