ملي مقاٶمت فورسز ماتي سره مخ شو٬ د پنجشېر قبضې نه پس امارات اسلامي ته په بشپړه افغانستان كنټرول ترلاسه شوے ٬ د فرار شويو لټون روان دے٬ عامو وګړو لپاره د معافۍ اعلان۔ د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد

کابل 06 ستمبر (اے پي پي) افغان طالبانو پنجشېر ولايت په بشپړه توګه قبضه كړې۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د طالبانو چيف وياند ذبيح الله مجاهد د ګل په ورځ خپل جاري بيان كښې وئيلي دي چې پنجشېر طالبانو قبضه كړې او د دې كاميابۍ نه پس زمونږ هېواد د جنګ د دلدل نه په بشپړه توګه بهر شوے دے٬ ملي مقاٶمت فورسز ماتي سره مخ شوے او مشرتابه ئې تخښتېدلې ده او دې سره امارات اسلامي په بشپړه افغانستان كنټرول ترلاسه كړې دې۔ ده ووئيل طالبانو د پنجشېر مظلومان د شر خوښو نه خلاص كړې شٶي۔ وياند ذبيح الله مجاهد ووئيل چې امارت اسلامي د پنجشېر اولس له باور وركوي چې دوي سره به هېڅ ډول امتيازي سلوك نه ساتلې كېږي٬ د پنجشېر خلق زمونږ وروڼه او زمونږ وطن دار دي٬ مونږ به هېواد او مشتركه مقصد لپاره كار كوٶ۔ ذبيح الله مجاهد ووئيل په پنجشېر كښې ياغيانو ته ماتې شوې ده٬ يو شمېر اهم جنګيالي انجام ته رسېدلې دي او ځينې فرار شوې دي د كومو د لټون عمل چې جاري دي