طرابلس 06 ستمبر (اے پي پي) د ليبيا د پخواني مشر معمر قذافي زوې سعدي قذافي د زندان نه خوشې كړے شوے دے۔ د الجزيره ټي وي له مخې د عدالتي پرېكړې نه پس سعدي قذافي د زندان نه خوشے كړے شوے دے او د خوشې كېدو نه سمدستي وروسته سعدي قذافي د تركيه استنبول ښار لپاره پرواز كړے دے٬ په كال 2011م كښې سعدي قذافي نائيجر ته تللے ٶ خو د كال 2014 نه پس ئې ليبيا ته سپارلے ٶ چرته چې ھغه تر اوسه د طرابلس په زندان كښې ٶ۔ د ياودنې وړ ده چې سعدي قذافي څوك چې خپله هم يو فټ بالر ٶ په ھغه د لييبا د فټبال لوبډلې د كوچ بشير الراياني د قتل تور هم ٶ خو په كال 2008 كښې د دے تور نه بري كړے شوے ٶ۔