د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر افغانستان سره د مرستې په لړ كښې د لوړې كچې كنفرنس له جنېوا ته ځي۔ وياند

نیویارک ۔4 ستمبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر به د ستمبر په 13 مه نېټه له افغانستان سره د مرستو په لړ كښې د لوړې کچې کنفرنس لپاره جنیوا ته ځي۔ د فرانسوي ابلاغ ذريعو د انتونیو ګوټرېس ویاند ، سټېفن ډوجارک يو بيان حوالې سره وئيلي دي په كنفرنس كښې به د بشري خواخوږۍ په بنياد د مرستې فنډنګ كښې د زياتوالي اپيل كولے شي دغسې چې افغانان هغه څه ترلاسه كړې شي چې دوی ورته اړتیا لري۔ هغه ووئيل د افغانستان د پرمختګ د مېوؤ او د مېرمنو د حقونو بايد تحفظ وكړے شي ولې چې دا د هېواد د استحكام يوه لازمي برخه ده۔