د طالبانو د سياسي دفتر پلاوي په دوحه كښې د پاكستاني سفارت دوره وكړه

دوحه 03 ستمبر (اے پي پي) د طالبانو د سياسي دفتر پلاوي د شېر محمد عباس ستنكزئۍ په مشرۍ كښې د قطر په پايه تخت دوحه كښې د پاكستاني سفارت دوره كړې۔ دوحه كښې د پاكستان سفارت لخوا د جاري بيان له مخې سفارت ته په راتګ د پاكستان سفير سيد احسن رضا شاه او د سفارتخانے نورې عملے د پلاوي هركلے وكړو۔ په دې موقع د طالبانو سياسي پلاوي او د سفير ترمېنځه د افغانستان په موجوده صورتحال او په نورو اهمو چارو تفصيلي خبرې شوې دي