متحده عرب امارات ضروري داروګان او خوراك افغانستان ته ولېږلو

ابوظهبي03 ستمبر(اے پی پی) متحده عرب امارات ضروري داروګان او د خوراك څښاك څيزونه د جمعې په ورځ افغانستان ته لېږلې دي ۔د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د متحده عرب امارات سركاري نيوز ايجنسۍ(ډبليو اے اېم)په يو بيان كښې وئېلي دي متحده عرب امارات د مرستې دا سامان د موجوده حالاتو په تناظر كښې د افغانانو مرستې لپاره د جذبې ترمخه وركړے۔