رياض03 ستمبر(اے پی پی)دامريكې خارجه محكمې وئېلي دي خارجه وزير اينټوني بلنكن د سعودي خپل هم څنګ شهزاده فيصل بن فرحان سره ټېليفوني تماس نيولےاو په دې مهال په خپلو خبرو كښې دوي د افغانستان په صورتحال او په نورو سيمه ايزو مسئلو د خيالاتو څرګندونه كړې۔د العربيه ټي وي له مخې اينټوني بلنكن د سعودي خارجه وزير له د دواړو هېوادونو ترمينځه ستراتېژېكي همكارۍ لپاره د امريكې د اړخه …
د سعودي عرب او امريكې خارجه وزيرانو د افغانستان په صورتحال ټېليفوني خبرې اترې

مزید خبریں
رياض03 ستمبر(اے پی پی)دامريكې خارجه محكمې وئېلي دي خارجه وزير اينټوني بلنكن د سعودي خپل هم څنګ شهزاده فيصل بن فرحان سره ټېليفوني تماس نيولےاو په دې مهال په خپلو خبرو كښې دوي د افغانستان په صورتحال او په نورو سيمه ايزو مسئلو د خيالاتو څرګندونه كړې۔د العربيه ټي وي له مخې اينټوني بلنكن د سعودي خارجه وزير له د دواړو هېوادونو ترمينځه ستراتېژېكي همكارۍ لپاره د امريكې د اړخه د عزم باور وركړے۔دواړو خارجه وزيرانو په خپلو خبرو كښې د سعودي عرب په ايبها ښار د حوثيانو په بريد د تشويش څرګندونه وكړه۔بل خوا د سعودي پرېس ايجنسۍ اېس پي اے ووئيل د سعودي خارجه وزير د امريكې خپل هم څنګ سره ټېليفوني خبرې اترې كړي۔دواړو خارجه وزيرانو د سعودي عرب او امريكې ترمينځه ستراتېژېكي اړيكو او ټولو څانګو كښې د مرستې قوي كولو د تګلارې جاج اغستے۔











