كولمبو03 ستمبر(اے پی پی) سري لنكا كښې د روان كال په مهال د ډينګي تبې له امله لس كسان مړه شوي۔د چين مېډيا له مخې په سري لنكا كښې د ډينګي تبې له امله د ځپلے شوو كسانو مجموعي شمېره 18 زره څخه زياته شوې٬د سري لنكا د روغتيا وزارت چارواكو ووئيل د تېرو 24 ساعتو په مهال په ټول هېواد كښې د ډينګي تبې له امله 500 څخه زيات كسان ځپلې شوي۔چارواكو ووئيل په سباؤن كښې د ځپلے شوو كسانو شمېره كښې د زياتوالي اندېښنه ده۔دوي ووئيل په هېواد كښې د ډينګي خپرېدو مخ نيوي له بايد اقدامات وكړے شي۔