سیدعلی ګېلاني حېدر پوره كښې خاورو ته وسپارلے شو

سرینګر۔2ستمبر(اے پی پی) په غېر قانوني توګه د هند نيولي شوي جموں وكشمير كښې مشر حريت لارښود او د كشمير مزاحمتي تحريك علامت سيد علي ګېلاني د زيارت په ورځ سهار د سرينګر په حېدر پوره سيمه كښې په سخته فوځي محاصره كښې خاورو ته وسپارلے شو۔ د کشمیر ميډيا سروس له مخې قابض چارواكو د خلكو په تګ راتګ سخت بندېز لګولو سره ټوله سيمه محاصره كړې وه۔ قابض …

سرینګر۔2ستمبر(اے پی پی) په غېر قانوني توګه د هند نيولي شوي جموں وكشمير كښې مشر حريت لارښود او د كشمير مزاحمتي تحريك علامت سيد علي ګېلاني د زيارت په ورځ سهار د سرينګر په حېدر پوره سيمه كښې په سخته فوځي محاصره كښې خاورو ته وسپارلے شو۔ د کشمیر ميډيا سروس له مخې قابض چارواكو د خلكو په تګ راتګ سخت بندېز لګولو سره ټوله سيمه محاصره كړې وه۔ قابض انتظاميې په ټوله سيمه كښې انټرنېټ سروس هم معطل كړی۔ سيد عيلي ګېلاني پخپله او د هغه كورنۍ دا غوښتل چې د هغه تدفين د سرينګر په مزار شهداﺀ كښې وكړې شي خو قابض انتظاميې په جنازه كښې د زياتو كسانو د ګډون له يرې هغوي ته اجازه ورنكړه۔ هغه په حېدر پوره كښې د خپل كور نه د څو ميټره په فاصله خاورو ته وسپارلے شو۔ يو اعلی افسر ميډيا ته ووئيل چې د سيد علي ګېلاني تدفين د زيارت په ورځ سهار 15 دقيقې كم 5 بجې په حېدر پوره مقبره كښې د هغه د خپلوانو او ګاونډيانو په موجودګۍ كښې وكړې شو۔ بلخوا حريت كنفرنس خلقو ته وئيلي چې هغوي د مقبوضه سيمې په ګټ ګټ كښې د شهيد لارښود د غائبانه جنازې لمونځ ادا كړي۔ بهر هېوادونو كښې مېشته كشميري وګړو ٬ پاكستاني اولس او امن خوښوونكو خلكو ته هم د علي ګېلاني د غائبانه جنازې لمونځ كولو اپيل شوے دے۔

مزید خبریں