اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) د کابل په هوائي اډه په دې وروستيو كښې د سختې بمي چاٶدنې د تباهۍ او د دغې عكسونو ګرده نړۍ غمژنه كړې او د مړو كسانو كورنۍ تر اوسه د خپلو عزيزانو د مرګ په غم اخته دي٬ د امريكې صدر جوبائيډن ترهګرې ډلې داعش ۔ خراسان (آئي اېس آئي اېس-کے ) له خبردارے وركړے چې ھغوي له به د دې ډېر …
داعش-خراسان له به لوي زيان پورته كول وي٬ امريكې ته د زيان رسوٶنكو به تعاقب كوٶ۔ د امريكې صدر جوبائيډن خبردارے

مزید خبریں
اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) د کابل په هوائي اډه په دې وروستيو كښې د سختې بمي چاٶدنې د تباهۍ او د دغې عكسونو ګرده نړۍ غمژنه كړې او د مړو كسانو كورنۍ تر اوسه د خپلو عزيزانو د مرګ په غم اخته دي٬ د امريكې صدر جوبائيډن ترهګرې ډلې داعش ۔ خراسان (آئي اېس آئي اېس-کے ) له خبردارے وركړے چې ھغوي له به د دې ډېر ظيان پورته كول وي۔ د تېر زيارت په ورځ د كابل هوائي مېدان نه بهر د چاٶدنې په نتيجه كښې د 13 امريكائي عسكرو پشمول 170 كسان مړه شوې وو۔ صدر جوبائيډن قام ته خپله وېنا كښې ووئيل مونږ تر اوسه د داعش نه بدل نه دے اخستے او خبردارے وركوٶ چې كوم عناصر امريكې ته زيان رسول غواړي مونږ به د ھغوي تعاقب كوٶ او دوي له به آخر د خپلو كړو حساب وركول وي٬ ترهګره ډله داعش خراساني د خپلې لږې شمېرې باجود ډېره خطرناكه ثابت شوې چا چې په افغانستان او پاكستان كښې د ترهګرۍ لوي بريدونه كړي٬ د اسلام آباد پاليسي ريسرچ انسټيټيوټ ډېټا له مخې پاكستان كښې د آئي اېس آئي اېس۔ کے په اتو بريدونو كښې 515 كسان مړه شوي او 893 ټپيان شوي او په افغانستان كښې په 22 بريدونو كښې 912 كسان مړه شوي٬ بلخوا يو سينئر امنيتي چارواكي وئيلي دي هند د افغانستان بيا رغونې او بحالۍ په شا لويه سرمايه كاري كړې او په جنګ ځپلې هېواد كښې ېې 3 اربه ډالره لګولي او د بيا رغونې په شا په افغانستان كښې د خپل ځان قوي كولو او په متعلقه هلو ځلو ئې د خپل استخباراتي نېټ ورك د لارې پټې هڅې روانې ساتلي۔ هند په زيات فنډنګ كېراله كښې ځوانانو له تربيه وركړې او چا له چې د پاکستان، افغانستان او د امريكائي ځواكونو په نخښه كولو ټاسك وركړے شوے٬ دا نېټ ورك د داعش په عناصرو آډانه دے كوم چې د “را” چارواكي كنټرول كوي۔ د ډوول ستراتېژي له مخې د دې مقصد د پاكستان كورني او معاشي استحكام ته زيان رسول دي٬ د اجيت ډوول دا ښكاره اعتراف په رېکارډ شته۔ د پاکستان په ضد د هند پالسي نوره هم واضح كېږي ٬ كه دې ته د مودي سركاري د بنګله دېش وېنا په رڼا كښې وكتلے شي چرته چې ھغه اعتراف كړے ٶ چې د هند اسټيبلشمنټ پاکستان تقسيمولو لپاره په ختيز بنګال كښې “مکتي باهني” قائم کړې نو هند اوس هم خپله ناوړه لوبه دوامداره ساتلې او په بلوچستان او سندھ كښې ناجائزه مفاد لپاره هڅې كوي۔ د ھند استخبارات د تحريك طالبان پاکستان(ټي ټي پي) سره هم رابطې جوړې كړي او ھغوي په هېواد كښې د مهمو پوځي ادارو بريدونو او د وګړو په نخښه كولو لپاره استعمالوي او چا چې د افغان انټيلي جنس سينئر اهلکارو سره نزدې مرسته لرله ٬ د طالبانو ناڅاپه رامخې ته كېدل او د افغان دفاعي فورسزز په شا تمبېدلو سره هند ته سخت زيان رسېدلے او پاكستان كښې د ترهګرۍ چپو او اړي ګړې خپرولو لپاره د ھغوي د اوږد مهاله او ګرانې هڅې ناكامه شوې۔ هند چا چې د بالي وډ فلمونو د لارې خپل د معتدل تشخص وړاندې كولو تاثر وركړے د هغې برعكس په حقيقت كښې هند په منطقه او په خاص توګه په افغانستان كښې امن ته زيان رسولو له كردار لوبوي او د پاکستان او چين اقتصادي راهدارۍ (سي پېك) په ضد د دوي هلو ځلو ته كه وكتلے شي نو د دې خوفناك انكشافات رامخې ته كېږي٬ د ملګرو ملتونو د تجزياتي او مانيټرنګ 12ټ رپورټ له مخې يو غړي هېواد وئيلي دي داعش هند سره د (هند ولايا) الحاق كړے چې اعلان ئې په كال 2019 كښې شوے٬ د دې غړو شمېره د 180 او 200 تر مېنځه ده۔ په رپورټ كښې د هند رياستونو کېراله او کرناټکه كښې د داعش ګڼ شمېر غړي موجود دي٬ تېر كال په مئي كښې داعش په هند كښې د يو جلا صوبې جوړولو ادعا كړې وه٬ د داعش د اونيزې مجلې “الانباء” وړومبۍ پاڼه دې بريد كوٶنكو لپاره وقف وه چا چې په اګست كال 2020 كښې په جلال آباد كښې د ترهګرۍ بريد كړے ؤ ٬رپورټ له مخې په دې ښار د 25 نه زياتو ترهګرو بريد كړے چې پكښې څلور هندي او څلور تاجك ترهګر هم شامل وو، په درې هندي ترهګرو كښې يو تربيه لرونكے ډاكټر ٶ چې نامه ئې اعجاز کلوکتيا پورائل وه٬ په فروري كال 2020ءكښې د داعش پروپېګنډه پبلکېشن (وائس آف هند) يو آن لائن ادارې قتال ميډيا سنټر جاري كړي ۔











