طالبان دې د افغانستان پرېښودونكو محفوظ وتل باوري كړي۔د قطر خارجه وزير

دوحه01ستمبر (اے پي پي)قطر په طالبانو زور راوړے چې د امريكې وتلو نه پس د افغانستان پرېښودلو خوښي لرونكو محفوظ وتل باوري كړي۔د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې خارجه وزير شېخ محمد بن عبدالرحمان الثاني د نيدرلينډ خپل هم څنګ سګريد ګاګ سره د ملاقات نه پس د شورو په ورځ پرېس كنفرنس كښې ووئيل مونږ په طالبانو زور راوړو چې آزاد تګ راتګ باوري كولو او د افغانستان پرېښودلو خوښي لرونكو وتل باوري كړي۔ده ووئيل هيله لرو چې ډېر زر به په هوائي مېدان آپرېشنز بحال شي او تګ راتګ به باوري شي