واشنګټن 01 ستمبر (اے پي پي) د امریکې بحریه چورلكه د نهې په ورځ جنوبی کیلیفورنیا سره نزدې سمندر كښې رانسكوره شوې ده۔ د چین خبر رسنې ادارې له مخې د بحریه یو اېس پیسیفك فلیټ په ټويټر ووئيل د امریکې بحریه يوه اېم ایچ۔60 اېس چورلكه سان ډیاګو څخه 60 ناټیکل میل لري رانسكوره شوي۔ده ووئيل دا پېښه هغه وخت رامخې ته شوي كله چې چورلكه د معمول په پرواز وه۔ده ووئيل د امریکې کوسټ ګارډ او بحریه امدادي ډلي د پېښي ځائې ته رسيدلو سره د مرستي کارروائیو كښې بوښت دي۔