صدر جو بائیډنافغانستان څخه د يو لك شل زرو نه د زياتو كسانو وېستل يو غېر معمولي كاميابي وګرځوله

واشنګټن 01ستمبر (اے پي پي) د امریکې صدر جوبائیډن د يو لك شل زرو نه د زياتو كسانو وېستل يو غېر معمولي كاميابي ګرځولې ۔ د نهې په ورځ قام ته خپله وېنا كښې صدر جوبائيډن ووئيل مونږ د تاريخ د ټولو نه لوي اېئر لفټ ترسره كړے، كوم هم قام په ټول تاريخ كښې كله داسې څه نه دي كړي٬ يوازې امريكا دا صلاحيت او خوښي لري۔ صدر جوبائیډن په خپله وېنا كښې لوظ وكړو چې په افغانستان كښې د پاتو څو وګړو راوېستلو لپاره به مرسته كوي٬ پاتې امريكائي وګړو لپاره كومه آخري نيټه نشته كه ھغوي بهر تلل غواړي نو مونږ د ھغوي رابهر كولو لپاره عزم لرو۔ ده ووئيل په افغانستان كښې امريكې لپاره انتخاب يو د ھغه ځاےنه وتل وو يا شخړه زياتول وو، ما جنګ زياتول نه غوښتل او نه زه هلته د قيام د مودې د پراختيا په حق كښېووم ۔ جوبائیډن خپل خطاب كښې اسلامك اسټیټ خراسان (داعش) له خبردارے وركړو چې دوي د واشنګټن لخوا لا انتقامي كاروائيو سره مخ كېدے شي۔ ده ووئيل امريكا به افغانستان او نورو هېوادونو كښې د ترهګرۍ په ضد جنګ روان ساتي۔ ده د اسلام سټېټ ډلې افغان څانګې لپاره يو نوے مخفف آئي اېس آئي اېس استعمالو سره ووئيل آئي اېس آئي اېس تاسو سره زمونږ معامله لا پاتې ده۔ صدر جوبائيډن د خپلو عسكرو د افغانستان څخه د وېستلو د پرېكړې په دفاع كښې ووئيل دا د امريكا په قامي ګټه ده۔ ده ووئيل دا يوه دانشمندانه او سمه پرېكړه وه كومه چېد امريكا لپاره غوره ده