
کابل31اګست (اے پي پي) د طالبانو وياند ذبيح اللہ مجاهد په پنجشېر كښې د شمالي اتحاد لخوا د شلو نه د زياتو طالب جنګيالو د وژلو ادعا مسترد كولو سره وئيلي دي د مخالفينو لخوا د طالبانو په ګاډي بريد شوے چې پكښې دوه جنګيالي ژوبل شوي خو د مرګونو اطلاعات بې بنسټه دي، پنجشېر كښې كوم لوي جنګ نه دے شوے او مونږ څه وخت هم د پنجشېر كنټرول ترلاسه كولے شو خو غواړو چې مسئله په خبرو اترو حل شي۔ د نهې په ورځ په خپلو خبرو كښې ده ووئيل پنجشېر وداۍ كښې د طالبانو او مخاليفينو ترمېنځه د نښتې اطلاعات راغلي خو داسې كومې پېښې نه دې رامخې ته شوي چې پكښې طالبانو ته كوم ځاني زيان رسېدلے وي۔ ذبيح اللہ مجاهد ووئيل مونږ بيخي وينه بهيول نه غواړو٬ د طالبانو د پنجشېر په لور پېش قدمې روانه ده او مونږ څخه وخت هم د پنجشېر كنټرول ترلاسه كولے شو خو د طالبانو اعلٰې قيادت لخوا سپارښتنې شوي چې د افغانستان څومره هم متحارب ډلې دي ھغوي سره په خبرو اترو معاملات سم كړې ځكه طالب جنګيالي د پنجشېر په بېلو درو كښې د شتون باوجود د نښتې او جنګ نه ډډه كوي