زمونږ هېواد بشپړه آزادي ترلاسه كړه، د لوے څښتن مننه كوو او ټولو افقانانو له مبارکي وركوو، د طالبانو مذاکراتي ډلي غړي سهیل شاهین ټويټ

ابل 31 اګست (اے پي پي) د افغان طالبانو مذکراتي ډلي غړي او نړيوالي ميډيا لپاره وياند سهیل شاهین وئيلي دي چې د نهې په شپه د امریکې آخري پوځي د افغانستان څخه ستون شوي دې نه پس زمونږ هېواد بشپره آزادي ترلاسه كړي په دې مونږ د لوے څښتن مننه كوو او ټولو افغانانو له مباركي وركوو۔ خپل ټويټس كښې سهیل شاهین ووئيل د طالبانو پولیټکل آفس دوهم مشر شیر محمد عباس ستانکزئی په دوحه كښې افغانستان لپاره د كاناډا مندوب ډيوډ ولیم سپراؤل سره ملاقات كړې چې پكښې د افغانستان په صورتحال او کابل هوائي ميدان په اړه په چارو د خيالاتو څرګندونه شوي۔سهیل شاهین ووئيل نړيوال انرجی ایجنسۍ پلاوي سره هم ملاقات شوې چې پكښې په بيلو چارو د پرایجنسۍ موقف او پالیسۍ وضاحت شوې دې۔