ملګري ملتونه 30اګست (اے پي پي)د ملګرو ملتونو ذيلي ادارې يونېسف سوئيلي آسيا لپاره ريجنل ډائرېكټر جارج ليريا ادجيئ وئيلي دي د خوراك او بنيادي ضرورتونو د كمي له امله افعان كوچنيان د خوراك كمي او نورو مسئلو سره مخ دي او په داسې وخت كښې دوي په دې حال نشو پرېښودلے۔ ده د افغانستان دورې نه پس خپل بيان كښې وئيلي دي افغان كوچنيان په دې وروستيو كښې د …
افغان كوچنيان د خوراك كمي او نورو مسئلو سره مخ دي۔ يونېسف

مزید خبریں
ملګري ملتونه 30اګست (اے پي پي)د ملګرو ملتونو ذيلي ادارې يونېسف سوئيلي آسيا لپاره ريجنل ډائرېكټر جارج ليريا ادجيئ وئيلي دي د خوراك او بنيادي ضرورتونو د كمي له امله افعان كوچنيان د خوراك كمي او نورو مسئلو سره مخ دي او په داسې وخت كښې دوي په دې حال نشو پرېښودلے۔ ده د افغانستان دورې نه پس خپل بيان كښې وئيلي دي افغان كوچنيان په دې وروستيو كښې د زيات شوي اړي ګړي او عدم استحكام له امله سختو ستونزو سره مخ دي، چې پكښې د بنيادي صحت ستونزه د ټولو نه زياته ده۔ د ملګرو ملتونو رپورټ له مخې جنوري كال 2019 او دسمبر كال 2020 ترمېنځه 5 زره 770 كوچنيان مړه او معذوره شوي۔ ريجنل ډائريکټر ووئيل دا مهال امنيتي بحران٬ د خوراك زياتېدونكې بيعه٬ قحط ٬ د كرونا وائرس خپرېدل او د ژمي موسم په پېل كېدو كوچنيان خطرو سره مخ دي۔ يونېسف پيشنګوئيكړې كه دا موجوده صورتحال برقرار پاتې شو نو تر پنځو كالو به لس لكه كوچنيان د خوراك سخت كمي سره مخ شي او د دوي ژوند ته هم خطرې رامخې ته كېدې شي۔ ده ووئيل د 22 لكه انجونو پشمول 40 لكه كوچينان د سكولونو نه بهر دي او درې لكه ځوانانو خپلكورونه پرېښودې دي۔ د يادونې وړ دهونېسف په افغانستان كښې د انساني بحران نه بچ كېدو لپاره په دې ورستيو كښې ډونرز ته د 19 كروړه 20 لكه ډالرو غږ كړے











