روم ۔30 اګست(اے پی پی) د اطاليا په قطبي ښار مېلان كښې د استوګنې په يوه 20 منزله ودانۍ كښې د اور لګېدو پېښې له امله 70 كورنۍ ځپلې شوي۔ د فرانس خبري اژانس د فائر سروسز حواله وركولو سره وئيلي دي اور د مېلان په سوئيلي سيمه كښې د استوګنې په يوه 20 منزله ودانۍ كښې بره ولګېد كوم چې وروستو نور منزلونه هم راګېر كړل۔ په دغه ودانۍ كښې 70 كورنۍ مېشته وې كومې چې د ساه تكليف سره مخ شوي ۔ د مېلان ميئر جوزف سالا وئيلي فائر مېن هر منزل ته ځان رسولے دغسې چې دا خبره باوري كړي چې كوم وګړې د ودانۍ په كوم منزل كښې پاتې نه شي۔ په رېسكيو آپرېشن كښې په درځنونو اېمبولېنسز او فائر انجن برخه اغستې۔