افغانستان باید داسې یو حکومت ولری كوم چې نړیواله ټولنه ومنی۔ ګلبدين حكمت يار

کابل۔29اګست (اے پی پی) د افغانستان د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمت یار وئیلی دی چې افغانستان باید داسې یو حکومت ولری كوم چې نړیواله ټولنه ومنی ، غواړو چې افغان اولس د خپل تقدير پرېكړه پخپله وكړي۔ د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به له افغانستان څخه داعش ختم كړؤ۔ طالبان به مېرمنو ته د حقونو وركولو سره سره د هغوي تحفظ هم باوري كړي۔ د پي ټي وي له مخې د اتوار په ورځ كابل كښې خبري كفنرس ته خطاب كښې هغه ووئيل افغان اولس دا غوښتل چې غېر ملكي طاقتونه بېرته لاړ شي او داسې وشوه۔ د پنجشېر نه علاوه په ټول افغانستان كښې امن دے٬ بهرني قوتونو دا نه غوښتل چې په سوله ايزه ډول اقتدار منتقل شي ٬ د هغوي ايجنډا ناكامه شوې ده۔ هغه ووئيل كه افغان وګړي يا مېرمنې هېواد څخه بهر تلل غواړي نو د هغوي خپله مرضي ده۔ طالبانو ته ما دا مشوره وركړې ده چې مېرمنو ته د شريعت لمخې د كار كولو اجازه بايد وركړې شي۔ هغه ووئيل د مېرمنو شرعي لباس زمونږ دستور او روايت سره سم دے۔ چاته دا اجازه وركولې نه شي چې په مونږ خپل لباس مسلط كړي۔ هغه ووئيل داعش يوه مسئله ده بياهم د بهرنيو هېوادونو وتلو نه وروسته به ډېر زر د داعش خاتمه وكړؤ۔ ګلبدین حکمت یار ووئيل كابل كښې نوې بدلونونه مثبت دي او مونږ په دې د اطمينان څرګندونه كوؤ۔ هغه ووئيل چې افغانستان باید داسې یو حکومت ولری كوم چې نړیواله ټولنه ومنی ، غواړو چې افغان اولس د خپل تقدير پرېكړه پخپله وكړي۔