ملګري ملتونه ۔28 اګست(اے پی پی) پاکستان افغانستان ته د بشر دوستانه مرستو رسولو په هڅو کښې همکاري کوي٬ د مرستې اولنۍ پاكستانۍ الوتکه به په راتلونکو څو ورځو کښې مزارشریف ته الوتنه وکړي۔ ورلډ فوډ پروګرام به دېر زر د لويې شمېر پروازونو د لارې د مرستې رسولو له د بشري مرستې پل وتړي۔ د ډبليو اېچ او ريجنل اېمرجنسي ډائرېكټر ډاكتر رك برينان د بريفنګ په مهال ووئيل افغانستان كښې طبي سامان مخ په كمېدو دے او د ترهګرو د بريد له امله كابل هوائي ډګر كھنډر جوړ شوے دے۔ په دې مهال د ملګرو ملتونو وياند سټېفن ډرامك اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل د نړيوالې ادارې عمومي سېكتر انتونيو ګوتريس د پاكستان خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره تېلېفوني خبرو كښې د ملګرو ملتونو د مرستې كاروائيو او د افغان كډوالو مرسته كښې په همكارۍ كولو د پاكستان مننه وكړه۔ ملګرو ملتونو د زيارت په ورځ په كابل هوائي ډګر د بريدونو سخته غندنه كولو سره د هوائي ډګر په فوري توګه د فعاله كولو په حاجت زور راوړو دغسې چې د كوم ځنډ نه غېر د مرستې كارروائۍ او د مرستې كارمندانو راتللو لړۍ روانه وساتلې شي۔ ډاكټر برينان ووئيل چې افغانستان كښې 97 فيصده روغتونونه فعاله دي خو دغلته د طبي مرستې كمې دې۔ هغه ووئيل د امنيتي وضعې او آپرېشنل سببونو له امله كابل هوائي ډګر به نزدې تر يوې اونۍ فعال نه كړے شي او بل چېلنج افغانستان كښې د سول اېوي اېشن غېر فعاله كېدل دي۔ هغه ووئيل افغانستان كښې د الوتكو راتلو په لړ كښې انشورنس مصاريف هم څو چنده زيات شوي دي۔ هيله ده چې ډېر زره به پروازونه پېل شي او د مرستې رسول به ممكن شي۔ هغه ووئيل افغانستان كښې مېرمنې او كوچنيان د روغتيا مسئلو سره مخ دي۔ په 34 ولايتونو كښې د ملګرو ملتونو نزدې 700 اهلکار موجود دي۔ هغه ووئيل ملګري ملتونه به افغانستان كښې د روغتيا نظام په زړه پورې كولو له مرسته كوؤنكو ادارو ٬ همكارانو او افغان طبي چارواكو سره په ګډه كار كوي۔