نور سلطان 27اګست (اے پي پي) د قزاخستان په سوئيلي تراز ښار كښې د وسلې په ګودام كښې پرله پسې د شپږو چاٶدنو په نتيجه كښې 4 كسان مړه او 66 ژوبل شوي٬ چې پكښې د 28 كسانو حالت اندېښمن دے۔ د قزاخستان د دفاع وزير نورلان يرمېك بائيف وئيلي دي د وسلې ګودام كښې د اور لګېدو پېښې نه پس پرله پسې 6 چاٶدنې شوي۔ د چين ميډيا د …
قزاخستان، د وسلې په ګودام كښې چاٶدنه٬4 كسان مړه 66 ټپيان

مزید خبریں
نور سلطان 27اګست (اے پي پي) د قزاخستان په سوئيلي تراز ښار كښې د وسلې په ګودام كښې پرله پسې د شپږو چاٶدنو په نتيجه كښې 4 كسان مړه او 66 ژوبل شوي٬ چې پكښې د 28 كسانو حالت اندېښمن دے۔ د قزاخستان د دفاع وزير نورلان يرمېك بائيف وئيلي دي د وسلې ګودام كښې د اور لګېدو پېښې نه پس پرله پسې 6 چاٶدنې شوي۔ د چين ميډيا د روسيې خپرونو ادارې آر ټي د ابتدائي رپورټ پحقله ووئيلګودامكښې نورې چاٶدنې نه دي شوې خو تر اوسه په اور قابو نه دې موندلے شوے۔ چارواكو له مخې د اور لګېدو وجوهات تراوسه نه دي معلوم شوي۔











