پاکستان د قربانۍ ګډورے نه دے ،د اتحادي په حیث سلوك غواړي ،امریکا په شريكه مرسته په سنجیدګۍ سره د غور كولو نه بغېر شائد كومه بله لاره نه لري ، واشنګټن پوسټ

واشنګټن 26 اګست (اے پي پي) د امریکې صدر جو بائیډن د اړخه افغانستان څخه په عجلت كښې وتل او د طالبانو د كنټرول سنبھالولو نه پس امریکا پاکستان سره په شريكه مرسته د غور كولو نه بغېر شائد كومه بله لار نه لري ٬ په دې صورتحال كښې امریکا او د پاکستان حکومتونه يو ځل بيا د حقیقی اتحاديانو جوړيدو لاري لټولې شي۔ په تزویراتی توګه د دواړو لپاره به دا غوره وي د كومي ضرورت چې د وړاندې څخه اوس زيات دے۔ دا خبرې د امریکائي ورځپاڼي واشنګټن پوسټ نوموړي کالم نګار جوش روګن په خپل مضمون كښې كړي٬ هغه ليكلې پاکستان د ډېرې مودې نه د امریکې نان نیټو اتحادی دے او سره د دې افغانستان كښې د طالبانو ټيك اوور نه پس د امریکې حکومت كښې ځيني وګړي پاكستان ته ګوته نيسي۔ د واشنګټن پوسټ کالم نګار جوش روګن ليكلي د وزیراعظم عمران خان د قامي سلامتيا صلاحكار معید یوسف خپل ټيلي فوني مركه كښې وئيلي دي په تندۍ سره بدل شوي صورتحال كښې امریکا او پاکستان دواړو دا ادراك لرلے چې زمونږ ګټه په دې كښې ده چې د ماضي د اړيكو لاندے باندے نظر انداز کړو او په ګډه كار وكړو۔معید یوسف وئيلي دي افغانستان كښې د عدم استحکام په نتيجه كښې ترهه ګري ٬ كډوال او پاكستان لپاره به اقتصادی مشکلات زيات شي۔د امریکې او پاکستان شريكې ګټې له به په افغانستان كښې په ګډه كار كول وي خو دې لپاره ضروري ده چې دواړه هېوادونه خپلي شريكي اړيكي ښې كړي۔معید یوسف پوښتنه وكړه چې په موجودہ صورتحال كښې امریکا او پاکستان څنګه همكاري نه لري؟ د قامي سلامتیا صلاحكار په ښكاره ډول ووئېل چې زه د پاکستان لپاره د ھمدردۍ نه وايم۔ ۔ ده ووئيل پاکستان پخپله د صورتحال له امله ځپلے شوے۔ په امریکا د 11 ستمبر 2001 بريدونو پاکستان سره كوم تعلق نشته ٬ د دې باوجود مونږ د امريكې ملګرتيا كړي او پاکستان د دې له امله سختو نتيجو سره مخ شوے ۔افغانستان كښې د امریکې مرستياله حکومت په خپله نا اهلۍ ، بدعنوانۍ او عدم مقبولیت پرده اچولو لپاره پاکستان د قربانۍ ګډورے جوړ كړے۔ معید یوسف ووئيل د امریکې په درخواست پاکستان طالبان خبرو اترو ته پخلا كړي بيا پاکستان د دغي خبرو اترو څخه جلا كړے شو او اوس د نتيجو هم پخپله ذمه وار دي۔معید یوسف پوښتنه وكړه چې آيا پاکستان د افغانستان قامي پوځ ته وئيلي وؤ چې تاسو جنګ مه كوې ؟ آيا افغان صدر اشرف غنی ته د هېواد پرېښودلو پاکستان وئيلي وؤ ؟ ۔ ده ووئېل پاکستان هم دا غواړي چې امریکا افغانستان كښې خپلې سفارتی او اقتصادی هلي حلي زياتي كړي او طالبانو سره د سفارتی رابطو تګلاره وضع کړي۔مضمون له مخي افغانستان او پاکستان لپاره د امریکې پخواني سفیر ریان سی کروکر هم تيره اونۍ په نیو یارك ټائمز كښې په خپل يو مضمون كښې ليكلي وو چې د 1990 په لسيزه كښې پاکستان سره د اشتراك ختمولو په بابله امریکې غلطی کړې وه او كه اوس هم دغسې وكړي نو يو ځل بيا به هغه غلطي وكړې شي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې مونږ له د دې زياتي شوې خطرې اندازه لګولو او د دغې مخنيوي تګلارو لټولو لپاره به د پاکستان سره په ګډه كار كول وي