اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي) د اردن پارلماني پلاوې د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني په خاص بلنه پاكستان ته راورسېدو٬د پلاوي مشري د اردن د سېنېټ صدر فېصل عاكف الفياض كوي۔د مېلمستيا سناتور جاوېد عباسي پھ هوائي اډه د پلاوي هركلے وكړو۔د دې دورې مقصد د دواړو هېوادونو ترمينځه پارلماني روابط قوي كول او د دوه اړخيزه مرستې پھ وده غور كول دي۔د اردن پلاوې به د …
د اردن پارلماني پلاوې د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني په خاص بلنه پاكستان ته راورسېدو
اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي) د اردن پارلماني پلاوې د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني په خاص بلنه پاكستان ته راورسېدو٬د پلاوي مشري د اردن د سېنېټ صدر فېصل عاكف الفياض كوي۔د مېلمستيا سناتور جاوېد عباسي پھ هوائي اډه د پلاوي هركلے وكړو۔د دې دورې مقصد د دواړو هېوادونو ترمينځه پارلماني روابط قوي كول او د دوه اړخيزه مرستې پھ وده غور كول دي۔د اردن پلاوې به د وزيراعظم د خارجه چارو صلاحكار سرتاج عزيز او د پاكستان اردن د دوستۍ ډلې نه علاوه اعلٰی چارواكو سره ملاقاتونه كوي۔د دواړو هېوادونو ترمينځه به په پارلماني كچه د روابطو استحكام لپاره يادښت هم لاس ليك كولې شي











