په تهائي لېنډ كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره د لس لكو نه زياته شوې

بنكاك 20 اګست (اے پی پی) په تهائي لېنډ كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره د لس لكو نه زياته شوې. د المان خبر رسنې ادارې له مخې په دې كښې 97 فيصد كېسونه د تېرو 5 مياشتو په مهال ريكارډ كړے شوي دي. چارواكو وئيلي دي چې په هېواد كښې د اګست په 20مه نېټه په نورو 20 كسانو كښې د كورونا وائرس تشخيص شوے او 240 كسان پكښې مړه شوي دي. په تهائي لېنډ كښې تر اوسه د كورونا وائرس په نتيجه كښې ټول 8 زره 826 كسان مړه شوي دي.