په مالي كښې په پوځي قافله په بريد كښې د مړو كسانو شمېره 15 ته ورسېده

بماكو 20 اګست (اے پی پی) په مالي كښې په پوځي قافله په بريد كښې د مړو كسانو شمېره 15 ته رسېدلې ده. د چين خبر رسنې ادارې له مخې دا بريد تېره ورځ بوني سيمې سره نزد په پوځي قافله شوے و. په بمي بريد كښې 11 عسكر په ټكي مړه ااو 10 ژوبل شوي وو. ژوبل شوي په اندېښمن حالت كښې روغتون ته رسول شوي وو او پكښې نورو 4 هم ساه وركړې.