په افغانستان كښې به د متوقع نوې حكومت تسيلمولو په معامله مونږ نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه اقدام پورته كوو۔ تركيه

انقره 19 اګست (اے پی پی)د تركيه خارجه وزير ميولود چاوش اولو وئېلي دي چې په افغانستان كښې به د متوقع نوې حكومت تسليمولو په معامله كښې مونږ نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه قدم پورته كوو۔ په انقره كښې د افغانستان صورتحال په اړه مېډيا سره خبرو كښې چاوش اولو ووئيل چې په افغانستان د تركيه ټولو وګړو سره مونږ رابطه كړې او د وګړو په طلب مونږ هغوي هېواد ته بېرته راولو۔ ده ووئيل چې مونږ د انخلا په كار كښې د نورو هېوادونو هم مرسته كړې او ډېر هېوادونه زمونږ سره رابطه كوي