اشرف غني په متحده عرب اماراتو كښې دے۔ د يو اے اي خارجه وزارت

ابوظهبي 18 اګست(اے پی پی) متحده عرب اماراتو د انساني همدردۍ په بنيادونو د اشرف غني هركلے كړې او وئېلې يې دي چې اشرف غني په متحده عرب اماراتو كښې دے۔ خليج ټائمز په خپل رپورټ كښې وئېلې دي چې د شورو په ورځ د متحده عرب اماراتو خارجه وزارت او انټرنېشنل كوآپرېشن د دې خبر تصديق كړے۔د متحده عرب اماراتو خارجه وزارت په خپل يو بيان كښې وئېلي دي چې د متحده عرب اماراتو خارجه وزارت او انټرېشنل كوآپرېشن د دې تصديق كولې شي چې متحده عرب اماراتو د اشرف غني او د هغه د كورنۍ په هېواد كښې د انساني همدردۍ په بنياد هركلے كړے۔