فیصل آباد 22 اپریل (اے پی پی ) د اوبو او برېښنا دوهم وزير عابد شیر علی وئيلي ديد سپریم کورټ د جے آئی ټی جوړولو پريكړه منو، د جے آ ئی ټی د ټولو پوښتنو ځواب به وركولې شي،مسلم لیګ له ټف ٹائم وركولو او د لانډھی زندان خبره كونكې آصف زرداری دې اول خپل ځان احتساب له وړاندې كړي او دا دې اوائي چې د اربونو روپو د …
د سپریم کورټ د جے آئی ټی جوړولو پريكړه منو ۔ دوهم وزير عابد شیر علی
فیصل آباد 22 اپریل (اے پی پی ) د اوبو او برېښنا دوهم وزير عابد شیر علی وئيلي ديد سپریم کورټ د جے آئی ټی جوړولو پريكړه منو، د جے آ ئی ټی د ټولو پوښتنو ځواب به وركولې شي،مسلم لیګ له ټف ٹائم وركولو او د لانډھی زندان خبره كونكې آصف زرداری دې اول خپل ځان احتساب له وړاندې كړي او دا دې اوائي چې د اربونو روپو د اثاثو مالك څنګه شو۔ د خالي پھ روځ فېسکو هيډ کوارټر دورې په مهال ميډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل اعتزاز احسن دې اول خپل ځان پاك كړي بيا دې نورو ته قانون وښائي، ده ووئيل د توان ځينې پروژې تندۍ سره د بشپړيدو پړاؤ كښې دي،روان كال تر آخر به لوډشيډنګ په بشپړه توګه ختم شي،د کارکردګۍ په بنیاد به ټولټاكنو كښې اکثریت سره كاميابي ترلاسه كوو، ده ووئيل راروانو ټولټاكنو كښې به سندھ او کے پی کے كښې هم مسلم لیګ (ن) حکومتونه جوړېږي، ده ووئيل مسلم لیګ (ن) او مشرانو ته اخلاقیات درس وركونكې دې خپل ګريبانونو كښې وګوري چې د هغوي دور څنګه وو او هغوي د خپل اختیارات او چوكو ناجائز استعمال کولو سره د هېواد او اولس سره څه كړي۔











