د كاناډا وزیراعظم به راروانه مياشت كښې د فرنس پوپ سره ملاقات كوي

اوټاوا 22 اپریل (اے پی پی) د كاناډا وزیراعظم جسټن ټروډیو به راروانه مياشت كښې اټاليا كښې د کیتھولك عیسائیانو روحانی پیشوا فرانس پوپ سره ملاقات كوي۔ د كاناډا حکومت د اړخه د خالي پھ ورځ جارې شوي بيان له مخې د كاناډا وزيراعظم به راروانه مياشت كښې په اټاليا كښې د جي سېون غونډې په موقع د فرانس پوپ سره ملاقات كوي،د هغه دا ملاقات به د نجي نوعیت …

اوټاوا 22 اپریل (اے پی پی) د كاناډا وزیراعظم جسټن ټروډیو به راروانه مياشت كښې اټاليا كښې د کیتھولك عیسائیانو روحانی پیشوا فرانس پوپ سره ملاقات كوي۔ د كاناډا حکومت د اړخه د خالي پھ ورځ جارې شوي بيان له مخې د كاناډا وزيراعظم به راروانه مياشت كښې په اټاليا كښې د جي سېون غونډې په موقع د فرانس پوپ سره ملاقات كوي،د هغه دا ملاقات به د نجي نوعیت وي۔ ده ووئيل وزیراعظم به د دې ملاقات پھ مهال د فرانس پوپ له د كاناډا اولس د اړخه د نيكو هيلو پيغام ورسوي او پھ نړيوالو چارو به هم د خيالاتو څرګندونه كوي۔د كاناډا وزيراعظم سېشلی كښې د جي سېون كنفرنس كښې په 26 او 27 مئی ګډون كوي په دې مهال به هغه د فرانس پوپ سره ملاقات هم كوي