بائد په پانامه كيس سياست ونه كړی شي٬د پاكستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل يو وزيراعظم خپل ځان او كورنۍ احتساب له وړاندې كړي

ټېكسلا 21 اپرېل (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئېلي دي به پانامه كيس عدالتي پريكړه د آئين او قانون ترمخه او د ټولو قاضيانو متفقه ده٬ په پانامه كيس باد سياست ونه كړی شي٬د پاكستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل يو وزيراعظم خپل ځان او كورنۍ احتساب له وړاندې كړي ٬تورونه لګونكي دې د عدالتونو احترام وكړي٬د جے آئي ټي جوړولو پريكړه د …

ټېكسلا 21 اپرېل (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئېلي دي به پانامه كيس عدالتي پريكړه د آئين او قانون ترمخه او د ټولو قاضيانو متفقه ده٬ په پانامه كيس باد سياست ونه كړی شي٬د پاكستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل يو وزيراعظم خپل ځان او كورنۍ احتساب له وړاندې كړي ٬تورونه لګونكي دې د عدالتونو احترام وكړي٬د جے آئي ټي جوړولو پريكړه د ټولو قاضيانو متفقه ده۔وزيراعظم محمد نواز شريف د مسلم ليګ(ن)ټولو كارمندانو ته سپارښتنه كړی چې پھ عدالت كښې پھ د اورېدونكو كيسونو باندې څخه ډډه وكړي٬د كرپشن د قيصو مركزي كردار په ايماندارۍ ليكچر وركول د قيامت نښه ده٬حكومت د توان بحران ختمولو له شپه او ورځ كار كوي٬يو څو مياشتو كښې به شپږ زره مېګاواټ برېښنا قامي ګرډ كښې شامله كړې شي چې ورسره به اولس ته آسانۍ ترلاسه شي۔د دې خيالاتو څرګندونه د جمعې پھ ورځ ټېكسلا كښې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل دا وئېل درې قاضيان يو پلو او دوه قاضيان بل پلو خبره سمه نه ده ۔په جے آئي ټي جوړولو پنځه واړه قاضيان متفق وو٬پريكړې د چا د خواهش له مخې نه بلكې د آئين او قانون له مخې كېږي او په زيرسماعت مقدمو بحث كول جائز نه دي۔ده ووئيل بايد د سترې محكمې پريكړه ټول اومني۔ده ووئيل كله چې څه مسئله راجوړه شي يا جوړھ كړی شي نو د هغې لرې كولو لل تګلارې ته اړتيا وي۔داخله وزير ووئيل آصف زرداري مونږ ته د ديانتدارۍ او ايماندارۍ ليكچر راكوي او هغه په 62 او 63 ليكچر وركوي نو دا د قيامت نښه ده۔داخله وزير ووئيل كله چې ټول ګوندونه پھ ستره محكمه سلا وو نو بيا دې د پريكړی هم احترام وكړې شي خو دلته په وزيراعظم تورونه لګولې كېږي۔ده ووئيل دا كيس پھ چا د كرپشن يا د كمېشن اغستو نه دے بلكې معامله دا ده چې د وزيراعظم كورنۍ په لندن كښې پليټ اخستې دغه پېسې د كومه راغلې د هغې دې پلټنې وكړی شي۔ ده ووئېل د وزيراعظم د كورنۍ سره د 70 په لسيزه كښې پېسې وې او كله چې هغه د سياست سره هېڅ تعلق نه لرلو۔ده ووئيل دا كيس د سرے محل٬ 60 ملين ډالرو او د اربونو روپو د كرپشن٬د سرو زرو د نيكلس كيس نه دے٬ده ووئېل دا هم سمه نه ده چې وزيراعظم ثبوت نه دې وركړې بلكې د تورونو لګوونكو شواهد او ثبوت نه لرلو۔ده ووئيل كله چې دا تور ولګولې شو نو مونږ پريكړه وكړه چې د دې خبرې پريكړه به ستره محكمه كوي۔ ده ووئېل وزيراعظم او د هغه كورنۍ چرې هم خپلې اثاثې نه دي پټې كړی او دا يو نوې روايت جوړ شوے چې وزيراعظم د ځان او د خپلو درېو نسلونو احتساب له وړاندې شوے۔ده ووئيل د كامران خان هغه پروګرام ما ته ياد دے”د عجب كرپشن غضب قيصې” او د دې مركزي كردار نن مونږ له ليكچر راكوي او وزيراعظم له د استعفٰی مشورې وركوي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل جے آئي ټي به د سپريم كورټ د امر ترمخه جوړېږي او د هغې به قانوني مرسته كولې شي۔ده ووئيل زما ضمير مطمئن دے او زه وزيراعظم له نه لوے څښتن له ځواب وركونكے يم

مزید خبریں