حکومت کېنسر څخه بچ كېدو او د دې خاتمې له ټول ممكنه ګامونه پورته كوي

اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي) وړومبۍ مېرمنې محموده ممنون حسېن وئيلي دي حکومت کېنسر څخه بچ كېدو او خاتمې لپاره ټول ممكنه ګامونه پورته كوي٬ د وزیراعظم هېلتھ کارډ سکیم څخه به د كم آمدنۍ ټولنې هم د كېنسر رنځ ګران علاج جوګه شي٬ ادارې دې د نجي څانګې مرستې څخه د رنځورانو علاج لپاره د ګډې لائحه جوړ كړي٬ د كېنسر په اړه شعور بېدارولو په اړه …

اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي) وړومبۍ مېرمنې محموده ممنون حسېن وئيلي دي حکومت کېنسر څخه بچ كېدو او خاتمې لپاره ټول ممكنه ګامونه پورته كوي٬ د وزیراعظم هېلتھ کارډ سکیم څخه به د كم آمدنۍ ټولنې هم د كېنسر رنځ ګران علاج جوګه شي٬ ادارې دې د نجي څانګې مرستې څخه د رنځورانو علاج لپاره د ګډې لائحه جوړ كړي٬ د كېنسر په اړه شعور بېدارولو په اړه واك او سېمينار ډېر اهميت لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې په ايوان صدر كښې د ” كېنسر شعور بېدارولو پحلقه واك او سېمينار ” ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ بېګم محموده ممنون حسېن ووئيل حكومت د كېنسر رنځ مخنيوي لپاره ګڼ شمېر ګامونه پورته كړيدي چې پكښې وزیراعظم هېلتھ کارډ سکیم هم شامل دے۔ دې وئيل چې حكومت د كال 2013 څخه د كېنسر رنځ ډېټا جمع كول پېل كړې چې مقصد ئې د دې رنځ څخه د بچ كېدو او درملنې لپاره جامع او موثره منصوبه بندي كول دي۔ محموده ممنون حسېن په دې خبره زور رواړو چې د پاكستان حکومتِ دې د نجي څانګې په مرسته د رنځورانو علاج لپاره د ګډې لائحه جوړ كړي۔ دې ووئيل چې د رنځ ځپليو مرستې او د دې د خپرېدو مخنيوي لپاره سېمينارز او وركشپاس وكړې شي

مزید خبریں