جماعت اسلامي او تحريك انصاف د قامي اسمبلۍ په يوه خله د منظور شوې قرارداد نه جلا شول

اسلام آباد 19 اپریل (اے پی پی) جماعت اسلامي او تحريك انصاف تېره ورځ د قامي اسمبلۍ په يوه خله منظور شوې قرارداد نه جلا شوې دي ٬د دوي وېنا ده مونږ د توهين رسالت په قانون كښې د بدلون مرستياله نه يو۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته صاحبزاده طارق الله ووئيل په مردان پوهنتون كښې د مشال خان په پیښه كښې د پوهنتون څخه …

اسلام آباد 19 اپریل (اے پی پی) جماعت اسلامي او تحريك انصاف تېره ورځ د قامي اسمبلۍ په يوه خله منظور شوې قرارداد نه جلا شوې دي ٬د دوي وېنا ده مونږ د توهين رسالت په قانون كښې د بدلون مرستياله نه يو۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته صاحبزاده طارق الله ووئيل په مردان پوهنتون كښې د مشال خان په پیښه كښې د پوهنتون څخه بهر خلق هم ككړ وو٬د دغې سمې پلټنې پكار دي۔تېره ورځ قرارداد منظور شوې او مونږ د توهين رسالت په قانون كښې د بدلون كولو د غوښتنې مرستياله نه يو ۔ډاكټر عارف علوي ووئيل پاكستان تحريك انصاف د توهين رسالت قانون او آئين غلط كارولو مخ نيوي له خوښي لري٬ مونږ هم په توهين رسالت قانون كښې بدلون نه غواړو۔د يادونې وړ ده چې تېره ورځ د مردان پوهنتون كښې رامخې ته شوې پېښې په اړه د مذمني او توهين رسالت قانون ناوړه كارولو مخ نيوي او دا محفوظه جوړولو لپاره د بدلون كولو په اړه قرارداد د جماعت اسلامي د قامي اسمبلۍ غړي شېراكبر خان او د پي ټي آئي غړې ډاكټر شيري مزاري لاس ليكونه كړې ؤو

مزید خبریں