بېروت ۔ 18 اپرېل (اے پی پی) سوريه كښې په ختيز دیئر ایزور ولايت كښې د داعش په ضد امريكائي بريدونو په نتيجه كښې 20 كسان وژلې شوي ۔ د فرانس خبر رسنې ادارې د بشري حقونو په اړه د سوري مبصر او برطانوی څارنويه په حواله وئيلي دي دا كسان تېره ورځ د عراق پولې ته نزدې ابو الكمال سيمه كښې په دوه بېلو پېښو كښې وژلې شوي ۔ …
سوريه كښې د امريكائي بريدونو په نتيجه 20 كسان ووژل شول

مزید خبریں
بېروت ۔ 18 اپرېل (اے پی پی) سوريه كښې په ختيز دیئر ایزور ولايت كښې د داعش په ضد امريكائي بريدونو په نتيجه كښې 20 كسان وژلې شوي ۔ د فرانس خبر رسنې ادارې د بشري حقونو په اړه د سوري مبصر او برطانوی څارنويه په حواله وئيلي دي دا كسان تېره ورځ د عراق پولې ته نزدې ابو الكمال سيمه كښې په دوه بېلو پېښو كښې وژلې شوي ۔ برطانوي مانيټر وئيلي دي د 5 كوچنيانو په شمول 13 كسان تېره ورځ د عراق پولې ته نزدې ابو الكمال سيمه كښې د امريكائي بريد په نتيجه كښې وژلې شوي۔ دې بريد كښې د داعش درې كسان هم وژلي شوي۔ دې نه وړاندې په حسېنيه نومې كلي د بمبار په نتيجه كښې د يو كوچني په شمول 7 عام وګړي وژلي شوي وو







